کابل باختر دليندۍ دمياشتې ١٣
په قندهار ولايت کې دطالبانو دمخابراتي اړيکو مرکز دافغان ځواکونو دځانګړو عملياتو په بهير کې کشف شو .
امنيتي مسولين وايي د دغه مرکز په کشفولو سره دقندهار په څه ناڅه دريو ولسواليو کې د طالبانو د ډلې مخابراتي اړيکې شليدلي دي .
دقندهار دوالي ويندوى جاويد فيصل باختر آژانس ته وويل : د طالبانو دغه مخابراتي مرکز د پنجوايي ولسوالۍ دتلوکانو په سيمه کې دپوليسو دځواکونو دعملياتو په بهير کې کشف شوى دى.
فيصل تاييد کړه چې ددغه مخابراتي مرکز په کشفولو سره دقندهار په دريو ولسواليو کې د طالبانو ډلو اړيکې شليدلي دي.
ويل کيږي وسله والو طالبانو په دغه مرکز کې خپل مخابراتي دستګاه تر خځلو لاندې پټه کړې وه .
0 د یوې دقیقې څخه لږ