امنیت

پنځوس تنه تروريست طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل باختر د ليندى  پنځلسمه :
پنځوس تنه ډاراچوونکي د قندهار ولايت د نيش ولسوالۍ په مربوطاتوکې د افغان امنيتي ځواکونو په هوايي بريدکې ووژل شول .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر د باختر آژانس خبريال ته وويل: د ٢٠٥ اتل قول اردو د قوماندانۍ ځواکونو د کوماندو خاصو قطعاتو او ملي پوليسو د هوايي قوتونو په ملاتړ د شفق – ٢ په چوکاټ کې د اتل په نامه عمليات ترسره کړل چې د قندهار ولايت د نيش ولسوالۍ په مربوطاتوکې د دغو ځواکونو په هوايي بريدکې ٥٠ تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
د يادونې وړ ده چې تېره اوونۍ وسله والو طالبانو د قندهار ولايت د نيش ولسوالۍ  په مربوطاتوکې د استوګنې کورونو ته ننوتل او ٢٣ تنه  ملکي وګړي يې شهيدان کړل.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته