امنیت

د يوماين چاودنې يو پوليس شهيدکړ

 

کابل  باخترد وري  دمياشتې  ٩ :

د نورستان ولايت په کامديش ولسوالۍ کې په واټ کې د يوځاى پرځاى شوى ماين د چاودنې له امله يو پوليس شهيد او يوتن بل ټپي شو.

د نورستان د والي ويندوى محمد زرين باخترآژانس ته وويل: دغه پيښه پرون  مازيګر رامنځته شوې ده.

زرين وايي چې وسله والوطالبانو دغه ماين چې له لرې واټن څخه کنتروليده؛ دکامديش ولسوالۍ په  ګوهرديش کلى کې د پولسو دمنسوبينو دتګ راتګ په لاره کې ځاى پرځاى کړى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته