سیاست

دحامد کرزي پيغام.

کابل باختر د چنګاښ  شپاړلسمه :
د نېکمرغه کوچني اختر له امله د افغانستان د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي پیغام
ګرانو هیوادوالو، خویندو ورونو، د افغانستان متدینو او صبورو خلکو، تاسو ټولو ته د نیکمرغه کوچني اختر د رارسېدو له امله خپلې د زړه له کومې مبارکۍ وړاندې کوم. الله تعالی مو ټول طاعات او عبادات په خپل دربارکې قبول کړه او هیله لرم چې د کوچني اختر بختورې ورځې د هېواد دننه او له هېواده بهر له خپلو کورنیو او دوستانو سره په پوره خوښۍ تیرې کړئ.
ګرانو هیوادوالو! سږ کال د روژې په مبارکه میاشت کې هم، چې د رحمت او مغفرت میاشت ده د ټپلې شوې کرغیړنې جګړې له امله زیات شمیر بیګناه افغانان شهیدان شول، مېنې ورانې شوې او ماشومان یتیمان شول.
پر افغانانو تپل شوی جنګ اوس تر هر وخت زیات خونړی شوی، هره ورځ سلګونه وطنوال مو په یوه او بل نامه وژل کیږي او ورسره وطن ورانیږي. اوس د جګړې له امله د بې ځایه شویو هیوادوالو شمیر تر یو میلیون اوښتی چې ماشومان یې په بې تعلیمۍ او بې سرنوشتۍ کې لویيږي.
درنو هیوادوالو!
هغوی چې پر موږ یې دغه جګړه تپلې لګیا دي د افغانانو تر منځ د تفرقې او نفرتونو اور ته لمن وهي او د ملي وحدت زیانمنولو ته مو نوې نقشې جوړوي. په دې پردۍ جګړه کې چې د پردیو د ګټو لپاره روانه ده، افغان افغان وژني او بیا یو بل ته د دښمن لفظ استعمالیږي.
په داسې حال کې چې بهرني پوځیان په افغانستان کې اډې لري، هیواد مو تر پخوا زیات د جنګ په اور کې سوځي او برسیره پر دې هره ورځ یې پر حریم تیری هم کیږي. په افغانستان کې د بهرنیو مېشتو قواوو حضور به یوازې هلته افغانانو ته مشروعیت ولري چې په افغانستان کې د سولې او امنیت سبب شي نه د جنګ او بد امنۍ.
دلته یو وار بیا پر کلیو او کورونو د بمباریو خلاف خپل آواز اوچتوم او دا د افغانانو د بشري حقونو خلاف عمل بولم چې په واقعیت کې د جګړې د سختوالي سبب کېږي.
ګرانو هیوادوالو، نه شي کیدای چې افغانستان تر ابده په یوه ظالمانه او نه ختمیدونکې جګړه کې ښکیل پاتې شي. افغانان نور د مرګونو دغه پېټی پر اوږو نه شي وړلی. موږ د یو ژوندي ملت په توګه مکلفیت لرو چې له روان حالت څخه ځان راوباسو، پرینږدو چې د افغانانو په وینو لوبې وشي، استقلال، غرور او تاریخ یې د پردیو د ککړو ګټو لپاره تر پښو لاندې شي. نن د افغانستان ویاړلی ملت د خپل تاریخ په سخت پړاو کې دی، لږ غفلت به یې د عمرونو لپاره د بدمرغیو اسیر کړي. نو اوس هغه وخت رارسیدلی چې موږ افغانان د پرديو په تمه نه بلکې پخپل کوښښ، همت او افغاني اقدام سره ځان له دې ناورین څخه وژغورو.
زه د تل په شان یو وار بیا د سولې آواز اوچتوم، په ټولو غاړو او په تیره بیا پر طالبانو غږ کوم چې د جګړې دوام نه یوازې زمونږ د ملت د رنځ او درد سبب کېږي بلکې په افغانستان کې د بهرنیو قواوو د شتون پلمه هم ګرځي نو راځی چې په دې سختو او نازکو شیبو کې د تل په شان د ملي دودونو له لارې ټول سره را ټول شو او په ګډ‌ه د هېواد د ژغورنې او خلکو ته د سولې د راوست

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته