امنیت

دملي اردو پنځه تنه منسوبين شهيدان شول

کابل باختر د لړم  اته ويشتمه
دفارياب ولايت په مربوطاتو کې پرون  په واټ کې د ښخ کړي شوي ماين  دچاونې له امله دملي اردو پنځه تنه عسکر  شهيدان شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ ، دملي اردو پنځه تنه عسکر  دفارياب ولايت دغورماچ ولسوالۍ په مربوطاتو کې دامنيتي دندو دترسره کولوپه بهير کې  په واټ کې  دښخ کړاي شوي ماين دچاودنې له امله شهيدان شول .
  ديو بل خبر له مخې ،  څلور تنه وسله وال طالبان چې غوښتل يې دغزني  ولايت  داندړو  ولسوالۍ  په مربوطاتو کې  تروريستي فعاليتونه ترسره کړي  ونيول شول .
  دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:  څلور تنه ياغي طالبان چې غوښتل يې  ددغه ولايت  په مربوطاتو کې په تروريستي عملونو لاس پورې کړي  دملي اردو دمنسوبينو له خوا له يوې اندازې  وسلو اومهماتو سره  لاس په لاس ونيول شول .
دغه راز  دپکتيکا ولايت  د خوشامند ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دملي اردو دمنسوبينو  په چاڼيزو عملياتو کې يو وسله وال مخالف  ټپي او درې ماينونه، اته کيلوګرامه  چاوديدونکي توکي اونور جنګي تجهيزات  ترلاسه شول .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته