ټولنه

داوبو رسولو ٤٠٢ پروژې بشپړې شوې

 کابل باختردمرغومي دمياشتې٢٤نيټه:
د کليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دروان کال په بهيرکې دهېواد په  کچه داوبو رسولو د ٤٠٢ پروژو کار بشپړ کړى دى .
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت وياند فريدون آژند دباخترآژانس خبريال ته وويل؛ په دغو پروژو کې داوبو رسولو دوه سوه اته څلويښت شبکې ، دڅښاک داوبو دنهه سوه پنځه ويشتو څاګانو کيندل ، داوبو درې شپيتو زيرمو جوړول او دکانالونو پاکول شامل دي  او ددرې زره درې سوه مترو په اوږدوالي د کاريزونو جوړول هغه کارونه دي چې په روان کال کې ترسره شوي دي .
دده دڅرګندونو له مخې، دغه پروژې دڅه دپاسه پنځلسوميليونو ډالرو په لګښت جوړې شوې دي .
ددغو پروژو په بشپړيدو سره څه دپاسه نهه زره کورنۍ يې له آسانتياوڅخه ګټه اخلي.
پاى سعيده ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته