کابل/ باختر/ د کب د مياشتې ۸ مه
شپږ تنه د پاکستان تر ادارې لاندې کشمير د سرحدي کنترول په کرښه کې ووژل شول .
باختر آژانس د پاکستان د جيو نيوز خبري شبکې له خولې خبرراکړ:
دغه کسان هغه وخت ووژل شول چې دهندي پوځيانوله خوا د هاوان څو توغول شوي ماينونه د سرحدي کنترول د کرښې په کوتلي کلي ولګيدل .
د يوبل خبرله مخې:
هند د پاکستان درې جټ جنګي الوتکې چې نن سهار د هند تر ادارې لاندې کشمير فضا ته ننوتې وې؛ تعقيبې کړې .
پاکستان ادعا کړې ده چې د هند په خاورې يې هوايي بريدونه کړي دي .
يوه هندي مقام په کشميرکې د رويټرز خبري اژانس ته ويلي دي چې هندي پوځيانو د پاکستان لږ ترلږه درې جټ جنګي الوتکې چې د هند تر ادارې لاندې کشمير فضا ته ننوتې وې؛ تعقيبې او بېرته ستنيدو ته يې اړې کړې .
د دغې پيښې د رپوټونو له مخې: هندي مقاماتو د سرينګر ښار د شيخ العلم نړيوال هوايي ډګر تړلى دى .
سيمه ييزو پوليسو د رويټرز خبري آژانس ته وويل چې درېيو نورو سيمه ييزو هوايي ډګرونو هم د نا امنۍ له امله د انديښنو په سبب خپلې سوداګرېزې الوتنې ځنډولې دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وويل چې د دغه هېواد پوځيانو يو لړ بريدونه پيل کړي دي .
دغه پېښې په داسې حال کې رامنځته کېږي چې پرون سهار هند د پاکستان ځينې سيمې بمباري کړې او پاکستان وويل چې د دغو هوايي بريدونو له امله د سر زيان نه دى اوښتى .
ختم_ عطاالله _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل