نړۍ

په پاکستان کې دحکومت مخالفو ګوندونو د طالبانو پرخلاف د پوځي اقدام غوښتنه وکړه.

اسلام آباد- ډى  ډان – باختر دسلواغې دمياشتې ١
دپاکستان دسنا مجلس لويه سنامجلس کې مخالفو ګوندونو  پرون په دغه هيواد کې په  پوځيانو د دوو  وروستيو بريدونو په باب خبرې وکړې.
دغه بريدونه د روانې اوونۍ ديکشنبې او دوشنبې په ورځو دبنو او  راولپنډۍ  په ښارونو کې وشول چې له امله يې څه ناڅه  پنځه ديرش تنه   ووژل شول او په لسګونو تنه نور تپيان شول .
باختر آژانس دپاکستان د ډي  ډان ورځپانې دانترنټي سايټ  له خولې خبر راکړ دپاکستان له خلکو ګوند، عوامي ملي ګوند او له متحده قومي غورځنګ  څخه سناتورانو د طالبانو پرخلاف دحکومت داقدام غوښتنه  وکړه.
دپاکستان له خلکو ګوند څخه  رضا رباني دملي امنيت دسياست او په پارلمان کې د  څو نورو  مسلوپه  باب د  خبرو لپاره  د  ټولو ګوندونو  د ګډې غونډې د  جوړولو غوښتنه وکړه .
د پاکستان  فدرالي کابينې هم     پرون   بيړنۍ  غونډه   جوړه کړه   او   د دغه هيواد دامنيتي پاليسۍ  په باب يې خبرې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته