(PS)سیاست(PS)خبرونه(PS)تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د ټرانزیټ او سوداګریزو همکاریو پایله د هرچا هوساینه ده

تبصره

کابل، د وږې۷ مه، باختر

ازبکستان د افغانستان له روان وضعیت څخه خوښ دی او په دغه هېواد کې د ثبات او امنیت ټینګښت په سیمه کې د ټرانزیټي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره مهم بولي.

د باختر اژانس مبصر لیکي: د افغانستان لپاره د ازبکستان د جمهور رییس ځانګړي استازي د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چې تېر کال یې پاکستان ته د افغانستان له لارې شاوخوا ۶ زره ټنه سوداګریز توکي صادر کړي دي.

نوموړي ویلي، چې دغه توکي یې د امنیتي ډاډ په صورت کې صادر کړي، هغه څه چې په تېر وخت کې ناممکن وو.

دغه  لوړ پوړي ازبکستاني  ديپلومات په  افغانستان کې د امنيت د تامين ترڅنګ په دغه هېواد کې د ترانزيتي اسانتياوو ستاينه کړې، زیاته کړې یې ده، چې دغه چاره د سيمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو او اقتصادي اړيکو د پراختيا لامل شوى دى.

دا چې د سیمې هېوادونو افغانستان د خپل وصل کېدو ځای موندلی او په دې ډاډه دي، چې افغانستان کې اوس د همکارۍ او همغږۍ فرصت رامنځته شوی، نه د تقابل او سیالۍ لپاره او دا د امید خبره ده.

اسلامي امارت تل د سیمې د هېوادونو ترمنځ په تعامل او همکارۍ ټینګار کړی او افغانستان یې د جنوبي اسیا او منځنۍ اسیا ترمنځ د یوه څلور لارې  په توګه معرفي کړی دی.

دا چې د سیمې هېوادونه د سیمه ییزې همکارۍ په رامنځته کولو کې د اسلامي امارت دریځ ګټور ګڼي او د دغې همکارۍ د پراختیا لپاره هیله مند دي.

په داسې حال کې، چې افغانستان د ترانزيټي همکاريو په برخه کې زیاتې اسانتياوې رامنځته کړې دي، خو په دې برخه کې له ځینو ستونزو سره هم مخ دي، افغان سوداګر او صادرونکي خپلې ستونزې او شکايتونه لري په ځانګړي ډول د تازه مېوو د راټولولو په وخت کې چې د حل غوښتنه یې کوي.

تمه کیږي څرنګه چې افغانستان د دا ډول همکاریو په ګړندۍ کولو کې خپله ونډه لوبولې ده، نو اړینه ده چې نور هېوادونه هم  د ټرانزیټي همکاریو په لاره کې  د شته کوچنیو تشو د له منځه وړلو لپاره اقدام وکړي.

نن ورځ، اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ په نړیوالو اړیکو کې لومړنۍ خبره ده نو د هېوادونو لپاره غوره ده، چې د ګډو ګټو په پام کې نیولو سره عمل وکړي.

کله چې د سیمې په همکارۍ مشخصې ګټې تعقیب او په ټرانزیټي همکارۍ کې  یو اړخیزه ګټه حاشیې ته شي او سیالي په پام کې ونیول شي، نو فقر په خپله له منځه ځي.

د افغانستان اسلامي امارت په  سیمه ییزو اړیکو کې د ټولو او ګډو ګټو ته په درناوي باور لري او د همدې لید لوري ته په پام کې نیولو سره د نورو خلکو په پروګرامونو کې برخه اخلي.

د ټرانزیټي او سوداګریزو همکاریو پایله د هرچا هوساینه ده، نوهر څوک باید د دې همکارۍ پابند وي.

‏11:54:45 سهار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا