سیاست

ناتو تر ٢٠٢٠ ميلادي کال پورې د افغانستان د امنيتي ځواکونو ملاتړ کوي

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١١

د ناتو د بهرنيو چارو وزيرانو موافقه وکړه چې په ٢٠١٦ ميلادي کال کې دې په افغانستان کې د ناتو روزنيز ماموريت دوام ومومي او دغه راز تر ٢٠٢٠ ميلادي کال پورې دې د افغانستان د ملي امنيتي ځواکونو د تمويلو لپاره خپل کار پيل کړي.

د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس خبر ورکړ :

د ناتو سرمنشي په بروکسل کې طرحه کړه: (( موږ موافقه وکړه چې د ٢٠١٦ ميلادى په بهيرکې په افغانستان کې د خپل ملاتړيز ماموريت شتون وساتو.))

ده د خپلو خبرو په دوام زياته کړه: (( د ناتو کابو ١٢٠٠٠ زره تنه پوځيان به شتون ولري او په دې لاره کې به ناتو تل دغه ماموريت تر څيړنې لاندې ونيسي او د اړتيا په صورت کې به بدلونونه او تعديلونه پکې رامنځته کړي.))

د ناتو ځواکونه د خپل اوسني روزنيز ماموريت په يوه برخه کې د کابل، بګرام، هرات، مزارشريف، قندهار او د جلال آباد په ګډون په څو اډوکې فعاليت لري.

په افغانستان کې د ايتلاف د ځواکونو ماموريت د مشورې ورکولو او روزنې په مقصد دى؛ دلته جنګي او محاربوي ماموريت نه دى طرحه شوى.

په شيکاګوکې په ٢٠١٢ ميلادي کال کې د ناتو د مشرانو په غونډه کې ټولو مرستندويانو موافقه وکړه چې د افغانستان ملي امنيتي ځواکونه تر٢٠١٧ ميلادي کال پورې تمويل کړي، د بروکسل خبرې دغه راز تر ٢٠٢٠ کال پورې له افغان ځواکونو سره د نړيوالو مرستو د تامينولو لپاره د هڅو پيل دى .

د ناتو سرمنشي ستولتنبرګ زياته کړه: ((موږ وپتيله چې له نړيوالې ټولنې سره زيات کارونه پيل کړو چې ډاډ ترلاسه شي، د افغان ځواکونو تمويلول دوام مومي. زموږ ايتلاف به د ناتو د مشرانو د هغې غونډې تر وخته پورې د عملي پرمختګونو په باب متمرکز وي چې د ٢٠١٦ ميلادي کال د جولاى په مياشت کې په وارسا کې جوړيږي.

د راتلوونکي په پام کې نيولو سره، د ناتو د بهرنيو چارو وزيرانو دغه راز موافقه وکړه چې له افغانستان سره د ايتلاف پرله پسې مشارکت لا زيات پراخ کړي چې مشارکت د غير پوځي شتون د رامنځته کولو په باب متمرکز دى او د هغوى د ملاتړيز ماموريت له مخې دى.

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزيرصلاح الدين رباني د اصلاحاتو د رامنځته کولو په خاطر د افغانستان د حکومت په ژمنې باندې ټينګار وکړ چې له تاوده هرکلي سره مخامخ شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته