ټولنه

د ننګرهار دشاهي ويالې سربند او کانال بياجوړيږي

کابل باختر د چنګاښ  اتمه:
د انرژۍ او اوبو وزارت د ننګرهار ولايت د شاهي ويالې سربند او کانال بيا جوړوي .
په همدې موخه له يوه خصوصي شرکت سره ددغه وزارت يوقراردادلاسليک شو.
د انرژۍ او اوبو وزارت د خپرونو رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ: د انرژۍ اوابو وزير انجنير علي احمد عثماني د قرارداد د لاسليک کولو په وخت کې وويل: دننګرهار ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې دشاهي ويالې د کانال او سربند د بيا جوړولو کار دافغانستان د دولت له بودجې څخه د اتو مليونواته سوه زرو افغانيو په لګښت ترسره کيږي .
د انرژۍ او اوبو وزير وويل: ټاکل شوې ده تر ديرشو اوونيو پورې دننګرهار ولايت دشاهي  ويالې د سربند او کانال د بيا جوړول کار بشپړ او د استفادې وړ وګرځي.
ديادونې وړده چې ددغه سربند او کانال په بيا جوړيدو سره اته زره کورنۍ ورڅخه ګټه واخلي او هم د سيمې لسګونو تنو اوسيدونکو ته د کار زمينه برابره شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته