ټولنه

د کرونا ویروس پرضد د ملکي خدمتونو احتیاطي تدابیر

کابل/ د کب ٢٦ مه/ باختر
ډېر عمر لرونکي او امیندواره ښځې دې څه وخت لپاره په کور کې کار وکړي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون په وړاندیز او د جمهوري ریاست د عالي مقام د لارښوونې له مخې؛ د کوید ۱۹ویروس د خپرېدو او ګواښونو د مخنیوي لپاره، د ملکي خدمتونو په ادارو کې سر له نن د (کب ۲۶) څخه په ټول هېواد کې احتیاطي تدابیر عملي کېږي:
۱ـ د ملکي خدمتونو کارکوونکي چې عمرونه یې له  ۵۸ تر ۶۵ کلونو پورې دي، کولای شي درې اوونۍ لپاره په کورونو کې له لرې کار وکړي. خو که په دفتر کې د دوی د شتون اړتیا رامنځته کېږي، ادارې مکلف دي چې د دندو چارې نورو او ځوانو کارکوونکو ته وسپاري. 
په ملکي خدمتونو کې ښځینه کارکوونکې چې د امیندوارۍ په حال کې دي کولای شي، دوه اوونۍ په خپلو کورونو کې له لرې کار وکړي. ادارې مکلف دي چې الکترونیکي وسایلو ته د لاس رسي په صورت کې، دغه شونتیاوې په کور کې ورته برابرې کړي.
۳ـ د ملکي خدمتونو کارکوونکي چې نوي له بهرني سفر او په ځانګړي ډول له هغو هېوادونو څخه چې د کرونا ویروس پکې پراخ دی ـ راستانه شوي، مکلف دي چې له کلنۍ رخصتۍ څخه په ګټنې، دوه اوونیو لپاره دفتر ته رانشي.
۴ـ د درېیمو واحدونو (ولسوالیو) ادارې مکلف دي چې د کرونا ویروس په اړه د کلیو د بيا جوړولو او پراختیا وزارت سره په همغږۍ کې، د سیمه ییزو شوراګانو، قومي مشرانو، سپین ږېرو او جوماتونو له لارې، د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي.
پاى/ ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته