کابل / باختر د تلې د مياشتې ١٣ :
د ملي امنيت د لوى رياست موظفينو د حقاني شبکې د يوې سل کسيزې ډلې قوماندان په خوست ولايت کې په ښځينه چادرۍ کې ونيوه.
د ملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د خوست ولايت د دوه مندې ولسوالۍ لپاره د طالبانو پوځي مسوول په خالد مشهور نعيم الله چې غوښتل يې د ډيورندکرښې له اخوا څخه له ښځينه چادرۍ څخه په استفادې سره د يولړ تروريستي فعاليتونو د ترسره کولو په مقصد د خوست ښارته ننوځي؛ د ملي امنيت دموظفينوله خوا، له پيژندلو وروسته ونيول شو.
نيول شوى اعتراف کړى دى چې په ميرامشاه کې د حقاني شبکې له خوا په دومنده ولسوالۍ کې د حقاني شبکې د سلو تنو تروريستانو مسووليت په غاړه درلود.
6 1 دقیقه لوستل