کابل/ د تلې٢٣مه / باختر:
د داعش يو قوماندان پرون د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې ونېول شو.
د ننګرهارسيمه ييزو مسوولانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره باختراژانس ته وويل ؛ دغه قوماندان چې ابراهيم نومېږي د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتوکې دپوځيانو په ځانګړوعملياتو کې ونېول شو.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي دغه قوماندان په دغه ولايت کې د يو لړ تروريسي بريدونو په سازمان ورکولو کې لاس درلود او له هغه څخه يو شمېر جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي .
پاى ذ