سیاستخبرونهTOP

د ټولګټو او کار او ټولنيزو چارو وزارتونو لپاره نوي سرپرستان وټاکل شول

کابل، د مرغومي ۲۶مه، باختر
د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د نوي فرمان له مخې د ټولګټو او کار او ټولنيزو چارو وزارتونو لپاره نوي سرپرستان وټاکل شول.
د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې(د عالیقدر امیرالمؤمنین د حکم پر اساس لاندې ټاکنې وشوې:
۱- د ټولګټو چارو وزارت مخکنی سرپرست ملا عبدالمنان عمري، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د سرپرست په توګه.
۲-د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ معینیت مخکنی معین ملا محمد عیسی ثاني، د ټولګټو چارو وزارت د سرپرست په توګه.)
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د يوه فرمان پر اساس د کار او ټولنيزو چارو وزارت مخکنی سرپرست ملا عبدالولي څارنوال د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د پېښو د انسجام د معين او شيخ محمد فقير د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکايتونو د اوريدو وزارت د مسلکي او پاليسۍ د معين په توګه ټاکل شوي وو.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا