خبرونهاقتصاد

د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال د شیخ ابونصر فراهي لویې لارې د بیارغونې بهیر وکوت

کابل، د غبرګولي ۸ مه، باختر

د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال مولوي عبدالکریم فاتح د ایران د فواید عامې وزارت له تخنیکي مرستیال میرشفي سره د شیخ ابو نصر فراهي  لویې لارې د بیارغونې بهير وکوت.      

د شيخ ابونصر فراهي بندر کميسار مولوي ساجد وویل چې د اسلامي امارت په بریا سره  په هېواد کې امنیت ټینګ دى او له مرکز څخه لېږل شوي ټیمونه  کولای شي، چې خپلې دندې په آرامه فضا کې ترسره کړي.

دغه راز د شیخ ابو نصر فراهي د لویې لارې د بیارغونې مسوول محمدي وویل، چې               د افغانستان اسلامي امارت او د ایران د اسلامي جمهوريت معينانو او د انجینرۍ ټیمونو د دغې لويې لاري د بیارغونې بهير وکوت او شته ستونزې یې په ګوته کړې او د حل په برخه کې یې د همکارۍ ژمنې وکړې.

\  ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا