کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢١
دهرات ولايت دامنيه قوماندان دکورنۍ پنځو تنو ته په يوه ترافيکي پيښه کې مرګ ژوبله واوښته .
دغه پيښه تيره شپه دهرات اسلام قلعه په لويه لاره کې هغه وخت رامنځته شوه چې دهرات ولايت دامنيه قوماندان سميع الله قطره د کورنۍ دغړو دسپرلۍ موټر له واټ څخه واوښت او چپه شو .
دهرات – اسلام قلعه د لارې دترافيکو يوه مسوول باخترآژانس ته وويل ، چې په دې پيښه کې دجنرال قطره يو ځوان زوى ووژل شو او ددغه امنيتي مقام د دريو تنو نورو بچيانو په ګډون څلور تنه نور ټپيان شول.
د ترافيکو دغه مسوول زيات ګړنديتوب او په واټ کې دکنګل شتون ددغې ترافيکي پيښې اصلي انګيزه وبلله.
په همدې حال ديوه روغتيايي مرکز ډاکترانو ددغې پيښې د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب وباله.
1 1 دقیقه لوستل