سیاستخبرونه

د ټولګټو وزارت مالي او اداري معین په کار پیل وکړ

کابل، د تلې ۴مه، باختر

د ټولګټو وزارت مالي او اداري معین محمد یونس آغا، نن د دغه وزارت کارکوونکو ته وپېژندل شو.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د چارو ادارې مرستیال مولوي عبدالسلام حقاني، د ټولګټو وزارت تخنیکي معین عبد الکریم فاتح، د ساتنې او څارنې معین معاون ملا عبدالجبار او یو شمېر رئيسانو او کارکوونکو ګډون کړی و.

د غونډې په پيل کې، د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي عبدالباقي منصور، د ټولګټو وزارت د نوي اداري او مالي معین د ټاکنې اړوند د عاليقدر امیرالمؤمنین حکم ولوست او هغه ته یې په ورسپارل شوې دنده کې د بریالیتوب هیله وکړه.

وروسته، د چارو ادارې لوی رياست مرستیال مولوي عبدالسلام حقاني وویل: تغیر او تبدیل په هر نظام کې یو اصل دی او په اسلامي امارت کې د مسئولیت اخیستنې معیار شفافیت دی، څوک چې د افغانستان اسلامي امارت له لوري په دنده ګومارل کېږي، یواځېنی هدف یې باید د هېواد آبادي او اقتصادي پرمختګ وي.

هغه زیاته کړه: موږ ټول باید د یوه ځان بسیا افغانستان لپاره په ګډه کار وکړو، ترڅو مو په راتلونکي کې هېواد او هېوداول له هر اړخه په ځان بسیا شي.

د مراسمو په بهیر کې، د ټولګتو وزارت تخنیکي معین مولوي عبد الکریم فاتح، په خپلو خبرو کې، نوي معین ته د مبارکۍ ترڅنګ، له الله (ج) درباره ورته په چاروکې د بریا غوښتنه وکړه.

په همدې حال کې، د ټولګټو وزارت مالي او اداري معین، د افغانستان اسلامي امارت له رهبرۍ د باور مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې په ټول توان سره به د هېوادوالو د ټرانسپورټي ستونزو د هوارولو په برخه کې هڅه وکړي.

هغه دغه راز د وزارت له ټولو کارکوونکو څخه وغوښتل چې خپل کار په پوره صداقت او رښتینولي سره ترسره او د خلکو خدمت وکړي.

محمد یونس آغا چې د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د حکم پر بنسټ د ټولګټو وزارت د نوي مالي او اداري معین په توګه ټاکل شوی دی، نن یې په رسمي توګه دنده پيل کړه.

وهاج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا