امنیت

په روزګان کې ۸۶ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل/ باختر/ د وري د مياشتې ۱۴ مه
د روزګان امنيتي مسوولين وايي چې د تېر څو ورځو راهيسې د خالد په نوم پيل شويو عملياتوکې د ترينکوټ ښار د ګامرګيان، خاکريز او بارکزيو کلي د وسله والو مخالفينو څخه نيولي او لا هم چاڼيزعمليات دوام لري.
په روزګان کې د ملي اردو د څلورمي پلي لوا قوماندان جنرال غلام حضرت کاکړ باختر اژانس ته وویل چې په دهراوود ولسوالۍ کې هم د امنیتي ځواکونو له لوري مرکز ترینکوټ ته د غځیدلې لويې لارې په اوږدوکې عملیات پیل شوي چي په ترڅ کې یې په دغې ولسوالۍ پورې اړوند د زرتالې سیمه له مخالفینو پاکه شوې او ډیر ژر به د مرکز ترینکوټ- دهراوود ولسوالۍ ترمنځ غځیدلې لاره سره وصل او د ترافیکو پر مخ خلاصه شي.
کاکړ زیاتوي چي په مرکز ترینکوټ کې د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې ۵۴ تنه وسله وال وژل شوي او دوه دېرش تنه ټپيان شوي او يو شمېر مهمات د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د ده په خبره دغه راز د وسله والو له خوا يو څلوېښت ښخ شوي ماینونه هم کشف او شنډ شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته