ټولنه

د پاکستان پرخلاف د سپين بولدک خلکو پراخې مطاهرې وکړې

-کابل /دزمري ١٦مه /باختر:
په قندهار کې  په زرګونو تنو  د پاکستان پرخلاف  مظاهرې وکړې.
مظاهره کوونکو د پاکستان بيرغ په سوځولو سره ددغه هېواد  مرګاني  راکټي برېدونه او هغه څه چې  د ډيورنډ کرښې په اوږدوکې  د دغه هېواد تحرکات بولي، وغندل .
  دغه مظاهرې د قندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې  چېرته چې په دې وروستيو وختو کې د پاکستاني پوځيانود مرګاني راکټي برېدونو ډګر و ، ترسره شول.
د پاکستاني پوځيانو  په راکټي برېدونوکې  شل تنه ملکيان  شهيدان او څه ناڅه  ١٠٠ تنه نور ټپيان شول.
دغه راکټي برېدونه  د خلکو د لسګونوکورونو اوکروندو د ويجاړولو ترڅنګ  د دې سبب شول چې په سلګونوکورنى  د خپلوکورونو پرېښودو ته اړ شي .
  يومظاهره کوونکى احمد شاه باختراژانس ته وويل ترهغه وخته پورې چې پاکستان تروريستي ډلې سمبال کړي او افغانستان ته يې ولېږدوي  افغانستان به ښه ورځ ونه ګوري.
هغه د افغانستان له حکومت څخه وغوښتل چې د پاکستاني پوځيانو د راکټي برېدونو په وړاندې  په متقابل اقدام  لاس پورې کړي .
د مظاهره کوونکو ترمنځ د هغوکورنيو  غړي هم و چې د پاکستاني پوځيانوپه راکټي برېدونو کې يې  خپل عزيزان  له لاسه ورکړي دي.
داد الله  له دې جملې څخه دى  ، هغه په دې راکټي برېدونوکې  د خپلې کورنى درې  غړي له لاسه ورکړي دي.
داد الله وويل : نړۍ بايد د افغانستان د بې ثباته کولو لپاره د پاکستان اقداماتو ته  پاملرنه وکړي  او د تروريزم د ملاتړ په دغه هېواد زور واچوي.
دغه مظاهرې دوام لري .
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته