سیاست

د بهرنيو چارو وزارت معينې د بريټانيا له نوي سفير سره وکتل

کابل باختر دزمري دمياشتې ديرشمه   :
د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي همکاريو معينې عادلې راز نن په کابل کې د بريټانيا له نوي سفير نيکولاس کاى سره د پيژندګلوۍ کتنه وکړه.
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې دبهرنيو چارو وزارت د اقتصادي همکاريو معينې په افغانستان کې په تيرو شپاړلسوکلونوکې په بېلابېلو برخوکې د بريټانيا د ګټورو همکاريو او رول له امله مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د زياتو اقتصادي او سياسي همکاريو په پياوړتيا او پراختيا يې ټينګار وکړ.
وروسته د بريټانيا نوي سفير نيکولاس کاى ژمنه وکړه چې د افغانستان او بريټانيا ترمنځ به د دوه اړخيزو همکاريو د ودې او ټينګښت په لاره کې هر اړخيزې هلې ځلې وکړي.
په دې کتنه کې دواړو لورو له تروريزم سره دمبارزې، د افغانستان دملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د پياوړتيا، په افغانستان کې د سولې  د بهير لپاره دګډ کار، د کابل بهير د پياوړتيا او د دغو بهيرونو د ټينګښت په لاره کې د سيمې او ګاونډيو هېوادونو د زياتوهمکاريو د جلبولو او رول، د اقتصادي او پرمختيايي  پروژو د تطبيق  د څرنگوالي، کارموندنې او د نورو سياسي او اقتصادي علاقې وړ موضوعګانو په باب خبرې اترې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته