خبرونهټولنه

د پاسپورټ ریاست خبرتیا

کابل، د تلې ۱۶ مه، باختر

د کورنیو چارو وزارت اړوند د پاسپورټ لوی ریاست په پام کې لري چې، مراجعینو ته د لا ښه او معیاري خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې، د دې ادارې په تخنیکي او تجهیزاتي توکو کې یو څه مثبت بدلونونه راولي.

د دې لپاره چې هر ورځ څلور تر پنځه زره پاسپورتونه د هېوادوالو لپاره د مرکزي ادارې څخه وېشل کېږي، نو ماشینونه د وخت په تېرېدو خپل اصلي کیفیت له لاسه ورکوي او بېرته رغولو او یا بدلولو ته اړتیا پیدا کوي.

د دې چارې سمبال یوه اندازه وخت نیسي او د پاسپورټونو وېش، په یاده موده کې درېږي.

نو له دې کبله هېوادوالو او د پاسپورټ غوښتونکو ته خبر ورکول کېږي چې د تخنیکي ستونزو تر حل کولو ( د تلې له ١٦ مې نیټې څخه) د پاسپورتونو د وېش لړۍ په ټولیزه توګه بنده ده او له خپلو هېوادوالو څخه غواړو چې تر بیا خبرولو پورې د پاسپورت لوی ریاست ته مراجعه ونکړي.

جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا