فرهنګ

سعودي عربستان په کابل ښارکې يو اسلامي فرهنګي مرکز جوړوي

کابل  / باختردلړم دمياشتې ٣ :
په کابل ښارکې د يو اسلامي  فرهنګي مرکز  د جوړولو موافقه ليک پرون دافغانستان دحج او اوقافو د وزير او دسعودي عربستان د اسلامي شؤنو او د اوقافو د وزير له خوا دجدې په ښارکې لاسليک شو.
له مکې مکرمې څخه دباختراژانس د استول شوى خبريال نثاراحمدنوير دخبرله مخې، دغه اسلامي فرهنګي مرکز دسعودي عربستان په همکارى دکابل ښار په مرنجان غونډي کې دشپږجريبه ځمکې په ساحه کې د حرمين الشريفين  دخادم ملک عبدالله  بن عبدالعزيز آل سعود، داسلامي فرهنګي مرکز په نامه جوړيږي .
دغه موافقه ليک د افغان دحج او اوقافو  وزير ډاکتر محمديوسف نيازي او د سعودي عربستان داسلامي شؤنو او اوقافو وزير صالح بن عبدالعزيز شيخ لاسليک کړ.
په دغو مراسموکې دجمهور رييس سترسلاکار انجينر محمديوسف پښتون په ديني چاروکې دجمهوري رياست سلاکار مولوي محى الدين بلوڅ ، په سعودي عربستان کې دافغانستان سفير سيداحمدعمرخيل اوپه جدې ښارکې د افغانستان قونسل ډاکترحنايي هم برخه لرله .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته