سیاستخبرونهاقتصاد

د پاسپورټ ریاست په تېر یوه کال کې څه د پاسه څلورنیم میلیارده افغانۍ  عواید راټول کړي دي

کابل، د وږي لومړۍ نېټه، باختر

ملت ته د حساب ورکولو د لړۍ پر دوام د پاسپورټ عمومي ریاست نن د تېر یوه کال لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

د یاد رياست مسوولینو چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یې خبریالانو ته معلومات ورکول وویل چې په تېر یوه کال کې يې ۷۱۴زره ۳ سوه ۳۷ جلده پاسپورټونه وېشلي دي.

د پاسپورټ عمومي ریاست ملکي مرستیال شیرشاه قریشي وویل چې د دې ترڅنګ يې په تېر یوه کال کې د ویزې د تمدید ۴زره ۱۷۱ جلده پاسپورټونه اجرا کړي، چې له دې لارې ۸۸۵ زره ۲۳۵ امریکايي ډالر او همدارنګه ۲۲ زره ۹۰۰ یورو عوايد را ټول او د دولت خزانې ته يې سپارلي دي.

قریشي زیاته کړه، چې ۳ میلیونه جلده پاسپورټونه تازه چاپ شوي چې ډېر ژر به يې د ليتوانیا له هېواد څخه د را لېږدولو چارې هم بشپړې شي.

د نوموړي په خبره د تېر یوه کال په موده کې يې د اداري فساد، جعل او کمېشن کارۍ پر وړاندې جدي مبارزه کړې او ۳۵۰ تنه يې په یاد شویو مواردو د تورن کېدو له کبله نیولي او عدلي ارګانونو ته یې سپارلي دي.

د قریشي په خبره د پاسپورټ ریاست یو شمېر هغه کارکونکي، چې په اداري فساد او کمېشن کارۍ کې یې لاس درلود، له دندو ګوښه شوي دي.

د پاسپورټ ریاست ملکي مرستیال همدارنګه وویل، چې پاسپورټ اخیستونکو ته د اسانتیا او ګڼه ګوڼې د کمولو په موخه يې د مجاهدینو او د هغوی د کورنۍ د لومړۍ درجه غړو لپاره د کورنیو چارو په وزارت کې او د سوداګرو لپاره یې د کابل ښار د اتمې ناحيې اړوند د مرکزي ثبت او فکري ملکیتونو په ریاست کې د پاسپورټ څانګې پرانیستې دي.

هېره دې نه وي، چې په برېښنايي یا چپ لرونکو پاسپورټونو د اوسنیو پاسپورټونو بدلول، له عمومي ریاست سره د ولایتي مدیریتونو نښلول، د بهرنیو وګړو لپاره د ویزې د غوښتنې انلاین فورم فعاله کول، د برېښنايي پېژندپاڼو له سیستم سره د پاسپورټ سیستم نښلول، د بهرنیو چارو وزارت له ډیټابیس سره د پاسپورټ سیستم نښلول او د پولیسو د ښارګوټي په سیمه کې ستندرد او عصري مرکزي ودانۍ جوړول د پاسپورټ عمومي ریاست راتلونکي کاري پلانونه بلل شوي دي.

افغانمل

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا