خبرونهفرهنګTOP

چین د افغانستان د فرهنګي میراثونو بیا رغونه کې ونډه اخلي

کابل، د چنګاښ ۲۷ مه، باختر
د چین چارواکي وايي چې دغه هېواد چمتووالی لري چې د افغانستان د فرهنګي او تاریخي بنسټونو په بیا رغونه کې ونډه واخلي.
دغه څرګندونې په افغانستان کې د چین د اقتصادي او فرهنګي برخو مسؤل (ماسټر خون او) او ورسره مل پلاوي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر له معین مولوي عتیق الله عزیزي سره په کتنه کې کړې دي.
په دې کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي د چین له همګاریو مننه کړې، چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره يې په سختو شرایطو کې همکارې کړې او له افغانانو سره یې خپله دوستي په عمل کې ثابت کړې ده.
عزیزي زیاته کړې، هیله لري چې چین پر اقتصادي همکاریو سربېره په فرهنګي، هنري او لرغون پېژندنې برخو کې خپلې تجربې له دغه وزارت سره شریکې کړي.
د فرهنګ او هنر معین د لوګر په مس عینک کې د تاریخي او لرغونو اثارو ساتنې ته هم نغوته کړې او زیاته کړې یې ده چې له MCC کمپنې سره له نږدې کار کوي چې هم د مس عینک کان د استخراج چارې پیل شي اوهم هلته موجود تاریخي اثار او لرغونې سیمه له تخریب څخه وژغورل شي.
په همدې حال کې په افغانستان کې د چین د اقتصادي او فرهنګي برخو مسؤل (ماسټرخون او) په فرهنګي برخو کې د مشخصو همکاریو ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې افغانستان د تمدونو او تاریخونو کور دی او چین یې د فرهنګي میراثونو بیا رغونې ته چمتووالی لري.
د یادونې وړ ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلي چې ملي یووالي، د اسلامي فرهنګ ودې او د فرهنګي میراثونو ساتنې ته به ځانګړې پاملرنه کېږي. یاد وزارت د فرهنګي میراثونو ساتنه د ټولو افغانانو ګډ مسوولیت بللی دی.
ن.ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته