ټولنه

دهېواد په ولايتونوکې دنيکمرغه لوى اختر لمونځ په امن فضا کې ادا شو

-ولايتونه  باختر د وږي  لسمه :
دنيکمرغه لوى اختر لمونځ نن  دهېواد دولايتونو  په جوماتونو او عيدګاو کې  په امن فضا کې  ادا شو.
دباختراژانس دسيمه ئيزو خبريالانو دخبرله مخې ،  لمونځ کوونکو  دنيکمرغه لوى اختر لمانځه له اداکولو وروسته  په هېواد کې  دسولې د ټينګښت  دعا وکړه  او د امنيت دتامينولو لپاره يې  دهېواد دملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د نه ستړى کيدونکو هڅو له امله  قدرداني وکړه .
دنيکمرغه لوى اختر  دلمانځه په خطبو کې  ملا امامانو او ديني عالمانو  په هېواد کې دخلکو ترمنځ په يو والي او پيوستون  ټينګار وکړ او  دمسلمانانو  دبرياليتوب  راز يې  په يو والي او پيوستون کې وباله .
  په دغو خطبو کې دغه راز  څرګنده شوه چې   نيکمرغه لوى اختر  دپروردګار د رضايت  دترلاسه کولو لپاره  دمومنانو د سرښندنې او ځان تيريدنې  څرګندوي دى او دشتمنو کسانو له خوا  دلوى خداى ( ج )  په لاره کې قرباني دلوى خداى ( ج )  دشکر داداکولو په کار کې  دابراهيم خليل  الله پيروي ده .
  ديني عالمانو  په هېواد کې روانه جګړه  دټولو  ديني لارښوونو او داسلامي اخلاقو  دموازينو پرخلاف  وبلله  او څرګنده يې کړه چې د اسلامي نظام پرخلاف  روانه جګړه  په بشپړه توګه  ناروا ده  او په دې جګړه کې هره ورځ زموږ ګڼ شمير  مسلمان او ديندار خلک په وينو او خاورو لړل کيږي  او لت پت  کيږي .
  دوى له وسله والو  مخالفانو څخه وغوښتل  چې دجګړې  او وينې تويولو  له دوام څخه دې  ډډه وکړي  او پرې ږدي  چې مسلمانان  په امن فضا کې  ژوند وکړي .
لمونځ کوونکو په داسې حال کې چې  نيکمرغه لوى اختر يې  په ارامه فضا کې  پيل کړ، دهېواد  پوځيان يې  وستايل او په هېواد کې  ددايمي امنيت دتامينولو په کار کې يې  ددولت  له پاملرنې غوښتنه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته