امنیت

د افغان فارما شرکت يو کارکوونکى په هرات کې وتښتول شو

کابل – باختر د لړم دمياشتې ١٤
د افغان فارما شرکت يو کارکوونکى تېره شپه په هرات ولايت کې د ناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا وتښتول شو.
دغه سړى کله چې په هرات ښارکې د خپل کور په لور روان و؛ د دغه ښار په مربوطاتوکې د يوې ډلې يرغلګرو له خوا پرې بريد وشو او وتښتول شو.
عيني شاهدان وايي چې يرغلګر لس تنه وو او د افغان فارماشرکت دغه کارکوونکى په زور له ځان سره بوته.
د هرات ولايت يو امنيتي مسوول له باختر آژانس سره په اړيکه کې د افغان فارما شرکت د يوه کارکوونکي تښتول تاييدکړ او ويې ويل چې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه د ده د ژغورنې په خاطر هلې ځلې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته