امنیت

دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې ٧٣ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر د چنګاښ  ديارلسمه :
دهيواد  په بيلابيلو برخو کې  دملي اردو د ځواکونو چاڼيز عمليات  دغه راز دوام لري . او په نوې پرمختيا کې درې اويا تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
دملي دفاع وزارت دوياند  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ دغه عمليات د ډار اچوونکو دځپلو  په مقصد  دپکتيا ولايت دڅکمنۍ ، دخوست ولايت  دموسي خيلو ، دغزني ولايت دانډرو او قره باغ ، د روزګان ولايت ددهراود  او چارچينو  ، ددايکندي ولايت د ګيزاب  او ګجران ، دقندهار ولايت  دنيش او ميوند ، دزابل  ولايت شاجوي .  دهلمند ولايت د کنجګي ،  موسي قلعه او ناوې ، دهرات ولايت  دکرخ او فرسي ،  دکندز ولايت دچار درې ، ګورتيپې  ، امام صاحب او  دشت ارچي  او دتخار ولايت دخواجه  غار دولسواليو او   دمرکزي بغلان په مربوطاتو کې  ترسره شول چې له امله يې درې اويا تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اتيا تنه  نور طالبان ټپيان او ددغې ډلې څلور تنه قوماندانان ونيول شول .
  په دغو عملياتو کې ددرندو وسلو يوه اندازه  مهمات  ، وسايل او  نور  پوځي تجهيزات   يو سراچه ډوله موټر او يوه موټرسايکل  ترلاسه شوي دي او ددښمن يو داتسن ډوله موټر هم ويجاړ شوى دى .
ديوبل خبر له مخې، دملي اردو  شپږ تنه عسکر دامنيتي دندو دترسره کولوپه بهير کې  شهيدان شول .
دملي دفاع وزارت مقامات وايي دغه سرتيري  په داسې حال کې چې دهيواد په بيلابيلو برخوکې د ډار اچوونکودځپلو لپاره مبارزه کوله دماين دچاودنې او ددښمن ددرندو وسلو  د ډزو له امله شهيدان شول .
ددغه وزارت مقاماتو  دامنيتي دندو په بهير کې ددغو سرتيرو شهادت تاييد کړل خو دپيښې سيمه يې مشخصه نه کړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته