فرهنګ

د هېواد له ٢٧ تنو فرهنګيانو سره مرسته وشوه

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٤ نيټه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست فاضل سانچارکي نن د دغه وزارت نغدي مرستې د هېواد ٢٧ تنو هنرمندانو، فرهنګيانو، د پوهنتونونو استادانو او ليکوالو ته ورکړې.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
دغه فرهنګيان، هنرمندان، د پوهنتونونو استادان او ليکوال ناروغ او په روغتونونوکې تر علاج او درملنې لاندې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مطبوعاتي سلاکار او وياند محمد صابر مومند وويل چې دغه مرستې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په وړانديز او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس محمد اشرف غني په منظورۍ شوې دي.
د ده د څرګندونوله مخې: ځينو فرهنګيانو خپلې نغدي مرستې نن ترلاسه کړې   او يوشمېر هغوکسانو ته چې په بستر کې دي؛ کورونو ته يې او هغه کسان چې په ولايتونوکې دي؛ دغه مرستې ورته ليږلې شوې دي.
د افغان فلم رياست تصوير اخيستوونکى عبدالباقي ځاځى او د هېواد يوه ممثل  نبي تنها د نورو په استازيتوب وويل: له څلويښتو کلونو وروسته دا لومړى ځل دى چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له  فرهنګيانو سره مرسته کوي.
د دغو مرستو د ويش په مراسموکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار ډاکتر طارق رشاد او د دغه وزارت د هنر او فرهنګ رئيسې محبوبې بابکرخيل هم برخه لرله
پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته