امنیت

شپږ طالبان په نورستان کې ووژل شول

 کابل / د وري ٣٠مه / باختر
شپږ وسله وال طالبان په نورستان کې د نويو جګړو په بهيرکې ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه د وانت وايګل ولسوالۍ بازار ته څېرمه هغه وخت بريد وشو  چې غوښتل يې د پوځيانو د سپرلۍ پر کاروان بريد وکړي.
د هېواد په ختيځ کې يوه جکپوړي پوځي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې جګړه کې ٦ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د يو بل خبر له مخې: پوليسو د نورستان له ګڼ مېشتو لارو څخه د ٦ ماينونو په کشف سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته