امنیت

دولس طالبان په کندز کې ووژل شول

٢- کابل/د سلواغې ١٤مه /باختر
دولس وسله وال طالبان په کندز کې په هوايي بريد کې ووژل شول او٦ نور طالبان ټپيان شول.
د ٢١٧ پامير قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول هادي جمال باختراژانس ته وويل چې په دغو وسله والوطالبانو له هغه وروسته هوايي بريد وشوچې د کندز د امام صاحب ولسوالۍ په مربوطاتو کې په امنيتي او دفاعي پوستو د يرغل لپاره راټول شوي و .
جمال زياته کړه: په دې هوايي بريد کې ١٢ وسله وال طالبان ووژل شول او ٦ نور طالبان ټپيان شول او د هغوى يوشمېرجنګي وسايل، دوه قرارګاوې او٣ سنګرونه ويجاړ کړى شول.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته