امنیت

يوه ډله وسله وال مخالفين په غور ولايت کې د سولې له بهير سره يوځاى شول

کابل باختر دمرغومي دوه ويشتمه :
يوه ډله وسله وال طالبان نن په غور ولايت کې د سولې له بهير سره يوځاى شول.
ملاګل احمد له نهو تنوافرادو سره يې چې دغور ولايت د دوه لينه ولسوالۍ د شاه جوى په سيمه کې له دولت سره په مخالفت کې وو؛ د ملي امنيت د رياست د هلوځلو  د قومي مشرانو او د دغه ولايت د ولايتي شورا د منځګړيتوب له امله سولې ته مخه وکړه.
د باخترآژانس  دخبر له مخې: دغور والي سيد انور رحمتي له سولې سره ددغې ډلې دپيوستون هرکلى وکړ او له جګړې څخه د دوى لاس  اخستل يې په دغه ولايت کې د امنيت د تامينولو لپاره يوګتور ګام وباله.
ده زياته کړه: دغوکسانو د سولې له بهير سره په پيوستون سره خپلې سپکې او درندې  وسلې هم دولت ته وسپارلې.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: هغوکسانولپاره چې سولې سره يوځاى کيږي؛ يوکال معاش ورکول کيږي او په پروژوکې دوى ته د کار زمينه برابريږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته