ورزش

په هلمند کې دى ورزش ته پاملرنه وشي

کابل باختردوري دمياشتې ١٦ :

دالمپيک ملي کميټې په هلمند ولايت کې دځوانانو ترمنځ دورزش  لازياتي ودې ته  تياري څرگندکړ .

داولمپيک دملي کميټې لوى رييس ظاهر اغبرچې دلومړي ځل لپاره دهلمند ولايت ته رسيدلى دى  پرون  له ورزشکارانوسره په کتنه کې وويل  چې په هلمندولايت کې بيلابيلو ورزشي برخو ته پاملرنه دالمپيک دملي کميټې ددندو په سرکې ځاى لري .

ده زياته کړه،  ددغه ولايت  ځوانانوته يوازې دورزش په برخه کې  بلکي په نوروز برخو کې هم دغه ولايت ته وياړنې ګټلي دي .

هلمندولايت ته ددغه هيئت درسيدو په وخت کې دهلمند  دوالي محمدګلاب منګل ، ددولتي ادارو دچارواکو اوديو زيات شمير ورزشکارانو له خوا هرکلي وويل شو.

 ديادونې وړ ده   دالومړي ځل دى  چې دالمپيک دملي  کميټې چارواکي هلمند ته سفر کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته