سیاست

ډاکټرعبدالله عبدالله: له طالبانو سره د بهرنیو هېوادونو تماسونه د بین الافغاني مذکراتو لپاره دي

کابل_باختر د زمري د مياشتې۷مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د لویې څارنوالۍ لوري له اداري فساد سره د مبارزې لپاره د منبر غږ کنفرانس په پای غونډه کې ګډون وکړ.
د اجراييه رياست د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
د هېواد اجرائيه رئیس د خپلې وینا په لړ کې دغه کنفرانس ارزښتناک وباله او ویې ویل چې عالمانو تل د فساد پر ضد غږ پورته کړی؛ خو په دې کنفرانس کې په منسجم او اغېزمن ډول عالمانو خپل غږ پورته کړ او له شک پرته چې پایلې به یې هم ښې وي.
ډاکټر عبدالله عبدالله زیاته کړه: تاسو په پنځو کمېټو کې په اساسي ډول ټول موارد وڅېړل چې له شک پرته په ټولنې او د ټولنې په وګړو اغېز لري او موږ هم دغه پایلې تاییدوو.
اجرائیه رئیس په دې برخه کې د دیني عالمانو په همکارۍ او ملاتړ د ټینګار ترڅنګ وویل چې له اداري فساد سره په مبارزه کې د دیني عالمانو ملاتړ او همکاري به د حکومت چاره اسانه کړي.
ډاکټر عبدالله عبدالله وویل چې فساد په نړیواله کچه د هېواد هویت زیانمن کړی، حکومت یې کمزوری او د امنیت تامین یې له خنډ سره مخ کړی دی.
نوموړي زیاته کړه چې د فساد له امله نا امني ډېره شوې؛ خو ټینګار یې وکړ چې د ملي یووالي حکومت له فساد سره د مبارزې جدي اراده لري او په دې برخه کې د دیني عالمانو رول اساسي او ارزښتناک دی.
د هېواد اجرائیه رئیس وویل، سره له دې چې له اداري فساد سره مبارزه په نړیوالو مرستو هم اغېز لري او نړیواله ټولنه هم له دې پدیدې سره د مبارزې غوښتونکې ده؛ خو په هېواد کې له شته فساده افغان ډېر کړيږي او دا د ټولو ملي او انساني مسوولیت دی چې له دې پدیدې سره مبارزه وکړي.
ډاکټر عبدالله عبدالله زیاته کړه، چې له فساد سره مبارزه جمعي قاطعانه اراده غواړي او په دې برخه کې دیني عالمان ارزښتناک رول لري.
اجرائيه رئیس د اختر په ورځو کې لنډمهالي اوربند او په سعودي عربستان کې د نړۍ د عالمانو دیني کنفرانس ته چې ترهګري یې وغندله او په افغانستان کې یې روانه جګړه حرامه وبلله په اشارې وویل چې نننی کنفرانس او د فساد پر ضد د مبارزې اعلان له مخکینۍ فتوا کم ارزښت نه لري.
ډاکټر عبدالله عبدالله له طالبانو سره د یوشمېر هېوادونو تماسونو او خبرو اترو ته په اشارې وویل، دا تماسونه پخوا هم وو او ګټور دي؛ خو په وینا یې چې د افغانستان او سولې د برخلیک په اړه به افغانان پرېکړه کوي.
اجرائيه رئیس زیاته کړه چې د بهرنیو هېوادونو له لوري د سولې په اړه له افغان حکومت سره تماسونه نیول شوي او له طالبانو سره هم د بهرنیو هېوادونو اړیکې د بین الافغاني خبرو اترو لپاره د طالبانو د هڅولو لپاره دي.
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته