سیاست

د پاکستان او ايران قونسلګرۍ په ننګرهار کې بيا فعالېږي

 کابل / د وږي ۲۲ مه / باختر
په ننګرهارکې د ايران او پاکستان قونسلګريو د بيا فعاليت د پيل لپاره تياري نيول شوي دي.
په داسې حال کې چې تراوسه دغو قونسلګريو د افغانستان اوسېدونکو ته د ويزې خدمتونه له سره نه دي پيل کړي، خو د ننګرهار سيمه ييز مسوولين او د هېواد د بهرنيو چارو وزارت د ويزې د ترلاسه کولو د بهير د چټکتيا لپاره هڅه کوي.
د ننګرهار د والي مرستيال تميم عارف مومند او د بهرنيو چارو وزارت قونسلي رييس عبدالمالک قريشي په يوه غونډه کې وويل: هڅه کوي چې د افغانستان پر اوسېدونکو د ايران او پاکستان د ويزې د وېش بهير چټک شي.
د هېواد اوسېدونکي د ويزې د وېش په بهير کې د ځنډ په دليل، مجبوره دي چې د پاکستان او ايران ويزې د ترلاسه کولو لپاره څو برابره پيسې ورکړي او يا له تور بازار څخه يې ترلاسه کړي .
ايران او پاکستان شپږ مياشتې مخکې د کرونا ويروس د خپرېدو په دليل افغانانو ته د ويزې وېشل ودرول.
ختم- شکريه-اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا