امنیت

خلک به په نږدې راتلوونکي کې له اداري فساد سره دمبارزې په کار کې د ستر بدلونونو شاهدان واوسي .

کابل باختر دغبرګولي نهمه :
لوى څارنوال وايي چې زموږ خلک به په نږدې راتلوونکي کې  له اداري فساد سره دمبارزې په کار کې دسترو بدلونونو شاهدان واوسي .
دباختراژانس دخبر له مخې :لوى څارنوال فريد حميدي په هغې غونډه کې چې له خلکو سره دژمنو تر عنوان لاندې جوړه شوه خبرې وکړې او ويې ويل: له اداري فساد سره مبارزه دلوى څارنوالۍ په دننه اوبهر کې يو کاري لومړيتوب دى اوزموږ خلک به په ډير لنډ ممکن وخت کې له اداري فساد سره دمبارزې ديوه ماشين دجوړولو شاهدان واوسي .
ده وويل: دخلکو له همکارۍپرته  له اداري فساد سره مبارزه ناشونى کار دى دغه اداره هڅه او هاند کوي چې خلکو ته څلور ويشت ساعته خدمتونه وړاندې کړي .
ده زياته کړه :دستر مجرمينو دنيولو لپاره مو دکورنيو چارو له وزارت سره  يو تفاهم ليک لاسليک کړى دى چې له مخې يې کيداى شي له سرغړونکو سره په هره کچه  چې وي جدي  چلند وشي او دتحقيق  لپاره به لوى څارنوالۍ ته حاضر کړي شي .
حميدي څرګنده کړه :په هغو دوسيو کار چې له اداري فساد سره تړاو لري په جديت سره دوام لري او له شک پرته په دې بهير کې به هيڅ بيګناه  ته زيان ونه رسيږي .
دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې لوى څارنوالۍ په دې وروستيو وختو کې دظرفيت جوړولو دکار دګړندي کولو او دعدالت  دتامينولو په موخه څلويښت تنه څارنوالان په بېلابېلو کچو په نويو دندو وګومارل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته