امنیت

دننګرهار په آچین کی (16) ماینونه شنډکړای شول .

کابل/باختر/ د غويي د میاشتې ٦مه
دننګرهار ولایت داچین  ولسوالی دمامند دری په سیمه کی ترهګرودورانکاروعملونودترسره کولوپه موخه (16) تلکی ماینونه ځای پرځای کړي وواو غوښتل یی چی په ملکی وګړوچاودنه ورکړی له نیکه مرغه دلومړۍ سرحدی پلی لوا دنهم کنډک دماین پاکونی د ټیم له خوا کشف او شنډکړای شول.
وسله وال مخالفین او ټولی تروریستی ډلی په قصدي توګه په لویولارو اودملکی خلکوپه ګڼه ګوڼه کی هیوادوالوته مرګ ژوبلی اړولو ، ویره او وحشت خپرولوپه موخه چاودنی ترسره کوي خودفاعی اوامنیتی ځواکونه شپه او ورځ هلی ځلی کوي چې ددوی ناوړه پلانونه شنډ اوهیوادوالوته مودامن فضابرابره کړي.
پاى-  فضل واحد

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته