سیاستخبرونه

د پاکستان د خپلواکۍ پنځه اویایمه کالیزه ونمانځل شوه

کابل، د زمري ۲۳مه، باختر
په کابل کې د پاکستان سفارت نن د دغه هېواد د خپلواکۍ ۷۵مه کالیزه ونمانځله.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې په کابل کې د پاکستان سفارت په مقر کې جوړه شوې وه؛ د دغه هېواد سفیر منصور احمد خان، یو شمېر مسؤلینو او د سفارت کارکوونکو ګډون کړی و.
د غونډې په پيل کې، د ‍پاکستان سفیر د دغه هېواد بیرغ پورته کړ او وروسته یې د یاد هېواد د خپلواکۍ په مناسبت د پاکستان د جمهور رئیس عارف علوي، لومړي وزیر شهباز شریف او د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري پیغامونه ولوستل شول.
په کابل کې د پاکستان سفیر، د دغې تاریخي ورځې پر ارزښت او د هغو مشرانو د هڅو او کارنامو په اړه چې په پایله کې یې پاکستانیانو ته یو خپلواک نظام رامنځته شو؛ خبرې وکړې.
سفیر د پاکستان خلکو ته د دې ورځې مبارکي وویله او له هغوی یې وغوښتل چې په پوره ژمنتیا خپل هېواد او خلکو ته خدمت وکړي.
منصور احمد خان د خپلو خبرو په دوام، پاکستان او افغانستان دوه وروڼه هېوادونه یاد کړل چې ژورې مذهبي، فرهنګي، ژبني، تاریخي، سیاسي او نور مشترکات لري. هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د تعلقاتو او اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
منصور وویل چې په تېر یو کال کې له ستونزو سره سره، بیا هم پاکستان له افغانستان سره خپلو اړیکو او همکاريو ته دوام ورکړ او د تخلیې، بشري مرستو په رسولو او پاکستان ته د افغانانو په تګ راتګ کې زیاتو ستونزو ته رسیدګي وکړه او پاتې ستونزې د حل په خاطر د دغه هېواد هڅې روانې دي.
د منصور په وینا؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوادګریزو مسایلو کې ښه والی راغلی صادرات او واردات زیات شوي چې دا د دواړو هېوادونو په ګټه دي.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان په نامه هېواد ۷۵ کاله وړاندې (د ۱۹۴۷م کال د آګسټ په ۱۴مه) تاسیس شو، په همدې دلیل دغه ورځ د پاکستان د خپلواکۍ ورځ نومول شوې ده چې پاکستانیان هر کال د دغه هېواد په ګوټ ګوټ کې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترسره کولو سره د آزادۍ جشن نمانځي. په همدې ورځ، د محمدعلي جناح په مشرۍ چې په قائد اعظم مشهور دی، پاکستان د برېتاینا د وخت حکومت له استعمار څخه آزاد شو.
وهاج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا