خبرونهTOPټولنه

د پاکستان د سیند ایالت له زندانونو څخه ۱۲۰ تنه افغان بندیان خوشې شول

 کابل، د سلواغې ۱۲مه، باختر

په اسلامي آباد کې د افغانستان سفارت چارواکي وایي، چې د دغه هېواد د سیند ایالت له زندانونو څخه یې ۱۲۰ تنه افغان بندیان خوشې کړي دي.

په اسلام آباد کې د افغنستان سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه سفارت او کراچۍ کې د هېواد جنرال کونسلګرۍ د هلو ځلو په پایله کې د سیند ایالت له زندانونو څخه ۱۲۰ تنه افغانان آزاد شول.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې راتلوونکو څو ورځو کې به ۱۳۰ تنه نور بندیان هم خوشې او هېواد ته به ولېږدول شي.

سرچینې زیاته کړې، چې د ننګرهار یو تن اوسېدونکي، چې څو ورځې وړاندې یې په زندان کې ساه ورکړې وه، جسد یې د امبولانس په  وسیله هېواد ته ولېږدول شو.

د یادونې وړ ده، چې د خوشې شویو بندیانو د بېرته لېږد ټول لګښت د اسلامي امارت له لوري ورکول کېږي.

افغانمل

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا