کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٧
درې تنه ملکي وګړي په غور ولايت کې د دووتنو غيرمسولو وسله والو قوماندانانو دافرادو ترمنځ دنښتې په بهير کې ووژل شول.
په دې نښته کې چې د دولينې او دشهرک دولسواليو ترمنځ د اوشان په ساحه کې وشوه اووه تنه نور ملکي وګړي ټپيان شول .
د دولينې دولسوالۍ امنيه قوماندان حبيب الله باختر آژانس ته وويل :
په دې نښته کې دوه ښځې او يو نارينه چې دسيمې اوسيدونکې دي ووژل شول او دښځو په ګډون اووه تنه نور ټپيان شول .
ده زياته کړه : په دې نښته ددغو دوو غيرمسوولو قوماندانانوافرادو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده .
حبيب الله څرګنده کړه : نښته ددغو افرادو ترمنځ دخپل منځي دښمنيو زيږنده ده او اوس حالت عادى شوى دى او امنيتي ځواکونه په سيمه کې دامنيت په تامينولو بريالي شوي دي.
0 1 دقیقه لوستل