
بهرنۍ رسنۍ، د مرغومې ۱۷مه، باختر
اقتصاد پوهان وايي، چې د پاکستان د مرکزي بانک زېرمې د تېرو اتو کلونو ټیټې کچې ۵.۶ میلیارد ډالرو ته راښکته شوې چې د وارداتو د تمویل په برخه کې دې هېواد لپاره یوه جدي ننګونه ده.
د نورو سوداګریزو بانکونو د ۵.۸ میلیارد ډالرو سره یوځای پاکستان ۱۱.۴ میلیارد ډالر زېرمې لري، چې یوازې د دریو اوونیو وارداتو د تادیه کولو لپاره کافي دي.
د پراخ سیاسي کړکېچ ترڅنګ د پاکستان اقتصاد په ټپه ولاړ دی، د روپۍ د ارزښت په راټیټېدو او د لسیزو په کچه د لوړ انفلاسیون په وجه او همداشان ویجاړونکو سېلابونو او د انرژۍ نړیوال کړکېچ پدې هېواد باندې فشارونه نور هم ور زیات کړي دي.
د مرکزي بانک وروستي معلومات چې د ډسمبر د وړروستۍ اوونۍ په هکله تېره شپه خپاره شوي، ښیي چې دا هېواد د تېر یو کال په پرتله د بهرنیو اسعارو نیمایي زېرمې لري.
د بهرنیو پورونو ادا کول او د مهمو اجناسو لکه درمل، خوړو او انرژۍ تادیه کول د مهمو اندېښنو څخه دي.
د کراچۍ په بندر کې د بار وړونکو کښتیو په زرګونه کانټینرونه بند پاتې دي، ځکه چې بانکونه د بهرنیو اسعارو تادیاتو تضمین نه شي کولی.
د کښتیو په دغو بارونو کې د لسګونو میلیون ډالرو په ارزښت خوراکي توکي او طبي تجهیزات شامل دي، چې د نابودېدو په حال کې دي.
د پاکستان د روغتیایي پاملرنې د وسایلو د ټولنې رئیس مسعود احمد، وویل، “په کراچۍ کې یو لوی روغتون د تجهیزاتو د نشتوالي له امله د یوې میاشتې راهیسې د سترګو جراحي نه شي کولی.”
پرله پسې حکومتونه د بهرنیو تادیاتو د پوره کولو لپاره د څو اړخیزو یا دوه اړخیزو مرستو په برخه کې پاتې راغلي، که څه هم چې د نړیوال وجهي صندوق د شپږ میلیارد ډالرو تړون وروسته له هغې بیا پیل شو، چې پاکستان بالاخره د تېلو د سبسایډي د پای ته رسېدو په څېر شرایط پوره کړل.
په کراچۍ کې د اقتصادي څارنې ادارې مشر محمد سهیل وویل، “ټولې هیلې د پاتې پیسو په خوشې کولو پورې تړلې دي.”
پاکستان تر ډېره د چین او سعودي عربستان په ګډون له متحدینو څخه د مالي ژغورنې د ترلاسه کولو په لټه کې دی، خو شنونکي وايي، چې دا دواړه هېوادونه تر هغه وخته پورې صبر کوي، چې پاکستان د پیسو نړیوال صندوق (IMF) څخه شین څراغ ترلاسه کړي.
بهیر