سیاست

د ختيځ زون دهمغږۍ شورا او دکونړ ولايت قومونو د پاکستان بريدونه وغندل .

کابل _ باختردثور اوولسمه :
دختيځ زون دهمغږۍ شورا او دکونړ قومونو دافغانستان په مقدس حريم دپاکستان بريدونه وغندل او له حکومت څخه يې وغوښتل چې دغه ستونزه پاى ته ورسوي .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، په هغې غونډه کې چې په همدې مقصد دمطبوعاتو په نړيوال مرکز کې جوړه شوې وه دکونړ دقومونو دشورا رييس پروفيسر فياض  صافي ، دولسي جرګې غړې وږمې صافۍ  ، دمشرقي شورا رييس مولوي قمر الدين شينواري ، رحيم دادخان اوانجنير اشانا ګل بنديوال دنوروپه استازيتوب خبرې وکړې ، دپاکستان دبريدونو دغندلو تر څنګ يې له حکومت څخه وغوښتل چې دغه ستونزه له دييلوماتيکي  لارې  اودملګروملتو دسازمان امنيت شورا ته دمسئلې په طرحه کولو سره پاى ته ورسوي .
دانجنير اشناګل دڅرکندونو له مخې، پاکستاني  مليشې دکونړولايت په ناړۍ ولسوالۍ کې له دوه سوه څخه تر درې سوه مترو پورې دافغانستان خاورې ته راننوتي  دي او غواړي چې دافغانستان په خاوره کې اډې جوړې کړي .
په دې غونډه کې وينا والو دهيواد دامنيتي ځواکونو ميړانه او سرښندنه وستايله او طرحه يې کړه چې اوس دافغانستان ملت يو موټى شوى دى او دخپل هيواد دځمکنۍ  بشپړتيا ددفاع په خاطرسرښندنې  او ځان تيريدنې  ته تيار دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته