ورزش

دشل کلنو ځوانانو دفوټبال سيالۍ دوام مومي

کابل باختر دکب دمياشتې ١ :
په هرات کې  دشل کلنو ځوانانو دفوټبال سيالۍ نن په څلورو لوبوسره دوام مومي.
دهرات ولايت دورزشي آمريت مرستيال  ضياالحق ضيا دباخترآژانس خبريال ته  وويل   چې په دغو سياليو کې  داتفاق  او آريانا ټيمونه ، داستقلال او اماني ټيمونه ، جامي اوباختر ټيمونه  او دبيګ بير او آمو ټيمونه لوبې کوي.
د ضيا دڅرګندونوله مخې ؛ په هرات کې دفوټبال سيالۍ  د ٣٠ ټيمونو په ګډون پيل شوې دي  چې هره ورځ دوام کوي اوپه پرونۍ لوبه کې  دپيام آسيا ، خراسان،آزادي او دابومسلم ټيمونه په خپلو سيالانو بريالي شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته