کابل باختر د مرغومي نهمه :
ددوو ښځو په ګډون پنځه ويشت تنه بنديان پرون دکندز ولايت له مرکزي جيل څخه ازاد شول .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې، دغه کسان داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد مصطفي ( ص) دنيکمرغه ميلاد په مناسبت دهېواددجمهور رييس له فرمان سره سم له جيل څخه ازاد شول .
همدا اوس دکندز په مرکزي جيل کې درې سوه پنځه پنځوس تنه بنديان شپې سباکوي چې ١٩ تنه يې ښځې دي .
ختم_ عطاالله _ اکرم