امنیت

په تخارکې د دوو قومونو ترمنځ سوله وشوه

کابل باختر دتلي يوولسمه :
په تخار ولايت کې دوو قومونو چې له کلونوکلونو راپديخوا له يوبل سره په مخالفت کې و، سولې ته را وبلل شول .
  د تخار ولايت مرستيال او سرپرست محمد فريد ذکي پرون د دغو دوو قومونو ترمنځ سوله کړې ده.
د ولايت مرستيال د رستاق ولسوالۍ ته لاړ او د هغو دوو قومونو ترمنځ چې له کلونو کلونو څخه يې شخصي دښمني لرله، روغه جوړه وکړه.
  دغه راز د تخار ولايت مرستيال په دې ولسوالۍ کې دوه پرمختيايي پروژې پرانستلې.
ويل کيږي چې په رستاق ولسوالۍ کې دوو قومونو له زياتې مودې راپديخو وسله والې ډلې جوړې او له يوبل سره يې وسله والې جګړې کولې چې په دغو جګړوکې له دواړو لورو څخه يوشمېرکسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ښاغلي ذکي د رستاق خلکو ته په خطاب کې ويلي دي: سوله زموږ د ټولنې يوه اړتيا ده.
ده په دې برخه کې د مخورو د هلوځلو له امله مننه وکړه او ويې ويل: په هره ټولنه کې چې تاوتريخوالى رامنځته کيږي؛ بايد دغه تاوتريخوالي د جګړې او د مرګ ژوبلې سبب نه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته