
کابل، د لېندۍ ۸مه، باختر
د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین وایي، چي پاکستان هغه ۳۲ افغانان بندیان د تورخم له لارې د افغانستان چارواکو ته وسپارل، چې قانوني اسناد یې نه لرل.
د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې پاکستان ورته هغه ۳۲ تنه افغانان بنديان سپارلي چې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله له یوې میاشتې تر څلورو میاشتو بندیان شوي وو.
ځايي مسوولين وايي چې کډوالو نړيوال سازمان له راستنو شويو سره نغدي مرسته هم وکړه.
ص