مهترلام/ د تلې ۳ مه / باختر
د لغمان په اليشنګ ولسوالۍ کې د خوړو د نړیوال سازمان په مالي لګښت د ۲۰۰ متره استنادي دېوال د رغولو چارې پيل شوې.
چارواکي وايي چې د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د سمې لسګونه کورونه او کرنیزې ځمکې د سېلاونو له خطر خوندي شي.
د لغمان د کلیو بیارغاونې او پراختیا ادارې مشر باختر اژانس ته وویل چې د پروژې چارې به د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي. پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ