امنیت

په تخار کې دښه امنيت دتامينولو په هدف لازم تدبيرونه ونيول شول .

کابل باختر د ليندى نهه ويشتمه :
دتخار ولايت دشپاړلس ګونو ولسواليو دامنيه قوماندانانو ، دامنيتي حوزو او دکشفي او اداري څانګو دامرانو درپوټ ورکولو غونډه په  دغه ولايت کې جوړه شوه .
دتالقانو له ښار څخه دباختراژانس خبريال  خبر راکړ. دغه غونډه دافغانستان داسلامي جمهوريت دکورنيو چارو وزارت له خوا د  استول شوي هيئت درييس پاسوال  صبغت الله شايق ، دتخار ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال  نور محمد کليمي ،دامنيت  دآمر سمونوال حاجي محمد اغا  داور او ددغه ولايت دامنيې قوماندانۍ دمشرتابه هيئت په ګډون جوړه شوه .،
  ويناوالو ددغه ولايت  دامنيتي حالت او دچارو دښه والي په باب خبرې وکړې او دقانون دتطبيق او دپوليسو د بې طرفي په ساتلو يې ټينګار وکړ .  دتخار ولايت  دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر داور دپوليسو  دقطعاتو  اوجزوتامونو يوکلن کاري رپوټ حاضرينو ته بيان کړ .
دتخار  ولايت دامنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره دمبارزې  مدير  ، دپلان او اوپراسيون  مدير  او ددغه ولايت دجيل مدير هم دخپلو کاري رپوټونو په وړاندې کولو سره دبيلابيلو امنيتي موضوعګانو په باب خبرې وکړې .
دتخار ولايت امنيه قوماندان دخپلو خبرو په ترڅ کې  دقطعاتو اجراات دقناعت وړ وبلل او ددغه ولايت دامنيتي حالت په ښه والي او خلکو ته يې به ښه خدمت ټينګار وکړ .
  دتخار ولايت امنيه قوماندان ټولو امنيتي او کشفي  څانګو ته لارښوونه وکړه چې دخبريالانو او رسنيو دامنيت دتامينولو او خونديتوب ته پاملرنه وکړي .
په همدې حال کې دکورنيو چارو وزارت داستول شوي هيئت رييس  هم په خپلو خبرو کې وويل پوليسو دخلکو سترګې او ډيوي دي  نوبايد خپلو خلکو ته په خپلو ښو خدمتونو سره رڼا وروبخښي او په خپلو ټولو کارونوکې دخلکو همکاري له ځان سره ولري
غونډه په لازمو لارښوونو او تصميمونو سره  پاى ته ورسيده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته