سیاست

شاه حسين مرتضوي : افغانستان له پاکستان سره دمحوردولت دخبروغوښتوونکى دى

کابل باختر دوږي دمياشتې ٢٩  نيټه  :
دجمهوري رياست دوياند ددفتر سرپرست شاه حسين مرتضوي نن په يوه خبري غونډه کې وويل  چې دهېواد  جمهوررئيس محمداشرف غني  دپنجشنبې په ورځ دملګروملتو دسازمان دعمومي اسامبلې د دوه اوويايمې غونډې ترڅنګ  دامريکا له جمهوررئيس سره ګوري.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :  ده دغه راز په دې خبري کنفرانس کې  دملګرو ملتو په سازمان کې دهېواد  دجمهوررئيس محمداشرف غني وينا ته  اشاره وکړه او ويې ويل  چې  جمهوررئيس په دې وينا کې دافغانستان لپاره   دامريکا دنوې ستراتيژۍ په باب خبر ې وکړې او ويې ويل چې په دې ستراتيژۍ کې ددواړو هېوادونو  ګډې ګټې نغښتې دي.
دده دڅرګندونوله مخې ؛ جمهوررئيس په دې وينا کې طرحه کړې ده  چې افغانستان  له ډار اچوونې سره دمبارزې په کار کې د جګړې په لومړۍ ليکه   کې دى .
د جمهوري رياست دوياند  ددفتر سرپرست دغه راز طرحه کړه چې جمهوررئيس په خپلې وينا کې  له پاکستان څخه ددولت محور خبرو غوښتنه کړې ده.
دده دڅرګندونوله مخې ؛ له فساد سره دمبارزې په کار کې عملي اقدامات او
دسيمه ييزو همکاريو پراختيا هغه مسئلې وې  چې  جمهوررئيس  طرحه کړې دي.
د جمهوري رياست دوياند ددفتر سرپرست  زياته کړه  چې دهېواد  جمهوررئيس ددغې غونډې ترڅنګ دبيلابيلو هېوادونوله مشرانو سره ليده کاته کړي دي  او  ټاکل شوې ده  چې دپنجشنبې په ورځ دامريکا له جمهوررئيس سره هم وګوري.
پاۍ ف  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته