ورزش

د هرات باستان ټيم خپل سيال ټيم اووه ګولونه ووهل

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٢٨
د هرات باستان ټيم د پيروزي ټيم ته ماتې ورکړه .
د دغو دوو ټيمونو ترمنځ لوبه په هرات ولايت کې د فوټبال د دويم لاس د غوره ليګ د سياليو په دوام ترسره شوه .
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې سيالۍ کې د هرات باستان ټيم يه يوه په زړه پورې او ګول لرونکې لوبه کې د دوو په وړاندې په اوو سره پيروزي ټيم ته ماتې ورکړه.
د فوټبال د دويم لاس د غوره ليګ سيالۍ د دولسو ټيمو ترترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوې دي او ټاکل شوې ده وروستۍ لوبه سبا د افغان او آزادي ټيمونو ترمنځ ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته